ایکنانیوز د عرب ۴۸ له قوله راپور راکړ، د روژې دمبارکې میاشتې له پيلیدا سره په یووخت د غزې اوسیدونکو د جوماتونو د کنډوالو ترڅنګ د تراویح لمانځه د ترسره کولو لپاره ټغر غوړولی دي او یا پر مځکه او واټونو کې د لمانځه لپاره په دریدا سره ئې لمونځ قایم کړی او جماعت لمونځ ئې قضا کړی نه دی او د روژې د مبارکې میاشتې ځانګړي مشالونه ئې روښانه ساتلي دي.
د کډوالو په کیمپونو کې د خداي دمیاشتې ښکلاګانې او رڼاګانې ترسره شوي څو ماشوماناو کورنۍ خوشالې شي.دا په داسې حال کي دي، چې دوي په دغې مبارکې او برکتناکې میاشتې کې د پشمني یا سحري او روژماتي لپاره د یوه وخت ډوډئ نه لري او وحشي صهیونیسټي نیواکګر رژيم په کلابندۍ سره ددوي اقتصاد او محصولات له مینځه وړي دي او میاشتې میاشتې کیږي د دوي ژوند په ټپه دریدلی دی او نړیوال په تیره بیا زیاتره مسلمانان هماغه شان په بشپړ چپتیا کې ددغو صحنو نندارچیان دي.
د غزې تړانګې په تیره بیا د رفح ښار اوسیدونکي او کډوال په داسې حال کې د روژې میاشتې میاشتې هرکلی ته وړانډې شوي چې څه دپاسه ۵ میاشتې کیږي، د وحشي صهیونیسټي رژیم له آسمان اومځکې څخه د بې آمانه او دوامدارو بمباریو او حملو له امله په سره اور کې او له خواړو او اوبو پرته روژې ساتې او اوس د روژې په مبارکې میاشتې کې کابو یو نیم میلیون کډوال د روژماتي له خوړو پرته د کنډوالو د خاورو د پاسه دجماعت لمونځونه قایموي او حتی کوم جومات نه لری،چې په هغه کې د روژې د مبارکې میاشتې دستورې ترسره کړي. او نړیوال په تیره بیا مسلمانان هماغه شان چپه خوله دي او ددغو بوږنونکو صحنو یوازې نندارچیان دي.
https://iqna.ir/fa/news/4205217